بامیان؛ يکاولنګ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۸
بامیان؛ يکاولنګ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يکاولنګ ولسوالۍ کې له مرکز او ولسواليو څخه د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې مرکز يکاولنګ لوبډلې خپلې سیالې سرکنګ لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه واليبال لوبو ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ سالمه تفرېح برابرول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۳۱
Background image

کابل؛ د سامبو کورش دوه افغان لوبڅاران به د اسیا المپيکي سياليو کې د لوبڅارۍ په موخه جاپان ته ولاړ شي

د سامبو کورش دوه ملي او نړيوال لوبڅاران، اسدالله تاجک او صديق الله نعمت به سبا ( چهارشنبه، د تلې لومړۍ) د ۲۰۲۶ اسيا المپيکي سياليو کې د سامبو کورش سياليو د لوبڅارۍ په موخه جاپان هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۸
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۷
Background image

د ووشو دوه افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې خپلو اندونیزیایي سیالانو ته ماته ورکړه

د جاپان اویچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي لوبو ووشو برخه کې محمد خالد هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه او حمید اشرفي په ۶۵ کیلو ګرامه وزنونو کې خپلې دویمې سیالۍ له اندونیزیایي سیالانو وګټلې او. . .

BACK TO NEWS