بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې بند دو لوبډلې خپلې سیالې معارف لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به په حذفي ډول ترسره شي، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۳۴
Background image

بلخ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رحيمي کمپ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۲۹
Background image

کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د چهاردرې ولسوالۍ ورزشي کمېټې له لوري د دې ولسوالۍ په نوآباد سیمه کې د اووه لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

کندز کې د ١٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند باغ شرکت سیمه کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د سییمه ییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ٥٠ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS