د هېواد معلول لوبغاړی عبدالاحد امیري د ملي لوبډلې غړیتوب نه لري

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۹ - ۱۲:۱۷
د هېواد معلول لوبغاړی عبدالاحد امیري د ملي لوبډلې غړیتوب نه لري

دوشنبه ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۰

سمیر هیبت

عبدالاحد امیري چې د هېواد د پارالمپیک د ملي لوبډلې غړی نه دی، له خپل خراب اقتصادي وضعیت څخه شکایت کوي.

د افغانستان د پارالمپیک فدراسیون د سرپرست حسین حصاري په وینا، د پارالمپیک ملي لوبغاړی عبدالاحد امیري هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د اقتصادي ستونزو له امله د کابل پر سړکونو لاسي توکي پلوري.

ښاغلي حصاري زیاته کړه چې عبدالاحد امیري له شپږو میاشتو راهیسې د پنج ګانه فدراسیون غړیتوب لري او د افغانستان د پارالمپیک فدراسیون د ملي لوبډلې غړی نه دی.

په دې وروستیو کې، د هیواد د پارالمپیک ورزشکار له رسنیو سره په مرکه کې د مالي مرستې غوښتنه وکړه.

د ښاغلي حصاري په خبره، ټول ورزشکاران او د افغانستان ټول خلک له ناوړه اقتصادي ستونزې سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې المپیک نړیواله کمېټه (IOC) د افغان لوبغاړو سره به 560 زره امریکايي ډالر مرسته وکړي چې د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټې له مداخلې پرته د ملي ټیم لوبغاړو ته توزیع شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۲۱:۲۹
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د شبرغان ښار په عید محله کلي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

پکتيکا؛ برمل ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د باچاخان ب لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS