ناپولي AC میلان ته 1-0 ماته ورکړه

ناپیژنده (not verified)
ناپولي AC میلان ته 1-0 ماته ورکړه

تمیم هیبت

دوشنبه ، لیندۍ٢٩مه ، ١٤٠٠

د "ورزش سه" د راپورنو له مخی د میلان او ناپولي ټیمونه نن شپه د ١٥ :١١ دقیقی د کابل به وخت د ایټالیا په سیری A د 18 اونۍ ترټولو حساسه لوبه ترسره کړه ؛ چیری چی د جدول دوهم او څلورم ټیمونه د پوره امیتازنو ده ګټلو لپاره میدان ته ووتلی وو.

میلان د خپلو تیرو دری لوبو څخه دوه ګټلي او یوه یې مساوي کړې او د اونیو راهیسې په دوهم ځای کې دی.

له بلې خوا ناپولي خپلې وروستۍ دواړه لوبې بایللی دی ، او لومړي مقام څخه څلورم ته یی سقوط کړی دي.

ناپولي لوبه په طوفان بڼه سره پیل کړه او په همدې پنځو دقیقو کې وکولای شول چی په مخالف تیم ګول و وهی او اوله نیمایی په بریا توګه پای ته ورسوی .

میلان په دویمه نیمایي کې د مساوي کولو لپاره خپله پوره هڅه وکړه مګر په ګول کولو کې پاتې راغی چې ناپولي د ٩٠ دقیقو په پای کې لوبه 1-0 به مقابل کې د ځان په ګټه پای ته ورسوله.