کندز؛ دشت ارچي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۶:۴۱
کندز؛ دشت ارچي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې پيروزي ارچي لوبډلې خپلې سیالې وکیل قیوم لوبډلې ته د ۴/ ۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۳
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د محمود بالیشي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴۶
Background image

هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خانشين ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د هېواد اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴۵
Background image

ننګرهار کې د پنځو زونونو ترمنځ د بيسبال سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بيسبال ملي فدراسیون له لوري د ننګرهار ولايت په کوربتوب د پنځو زونونو لوبډلو ترمنځ د بيسبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS