د هرات مرکز کې د ۳۰ اس ځغلوونکو ترمنځ د اس ځغلوونې سیالۍ وشوې
د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د اس ځغلونې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د ۳۰ اس ځغلوونکو ترمنځ د اس ځغلونې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې عبدالقدیر، اسماعیل جان، طاهر جان، ارباب فیض او صوفي صبغت الله ایوبي د زیاتو امیتازونو په ترلاسه کولو سره لومړي مقامونه خپله کړل.
د سیالیو په پای کې د الحاج فقیري خیریه بنسټ له لوري غوره اس ځغلوونکو ته نغدې پيسې او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
