ریال ماډریډ 0-0 کاډیز: ریال په خپل کور کې په ګوڼډو شو

دوشنبه ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۰
سمیر هیبت
ریال ماډریډ د کاډیز سره لوبه کې د 0-0 مساوي سره مخ شو.
د کارلو آنچلوتی زده کوونکو چې یې خپلې ټولې پخوانۍ 10 لوبې ګټلې دي، ونشو کولی نن شپه د کاډیز ته ماتې ورکړي.
لوبه د ریال ماډریډ په کوربه توب د برنابیو په لوبغالي کې ترسره شوه، ریال ماډریډ په دې لوبه کې ۳۶ شاټونه او ۸۳ سلنه د میدان توپ یې په واک کې درلود، خو بیا هم ونه توانید چې کاډیز ته ماتې ورکړي.