کابل؛ د وزلوبې اووم پړاو ليګ د لوبډلو مسؤلينو او چاپندازانو ته د پوهاوي ښوونيز يو ورځنی سمينار ترسره شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۳۰
کابل؛ د وزلوبې اووم پړاو ليګ د لوبډلو مسؤلينو او چاپندازانو ته د پوهاوي ښوونيز يو ورځنی سمينار ترسره شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او محلي لوبو ملي فدراسيون له لوري د يما پطرول - افغانستان وزلوبې ليګ اووم پړاو سياليو کې د لوبيدونکو لوبډلو، مسوولينو، ترینرانو او چاپندازانو ته د پوهاوي يو ورځنی ښوونیز سمينار د کابل بزکشۍ لوبغالي کې ترسره شو.

په دغه سمينار کې د وزلوبې، نیزه وهنې او محلي لوبو د فني او مسلکي مرستيال قاري ذبيح الله حاجي زاده له لوري د سمينار ګډونوالو ته د‌ وزلوبې د طرزالعمل او د دې ليګ د اصولو او مقرراتو په اړه معلومات وړاندې شول او د دې فدراسیون د رئيس غلام سرور جلال له لوري بیا د لوبډلو د مسوولينو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.

دغه راز د هېواد ورزش ادارې د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري وويل، جوړ شوی طرزالعمل به په ټولو يو ډول تطبيقيږي او زياته يې کړه، چې دغه سيالۍ به په ښه شکل ترسره شي.

دغه سمينار د لوبډلو مسؤلينو، چاپندازانو او پهلوانانو ته د پوهاوي په موخه، د هېواد ورزش ادارې د فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د رهبرۍ غړو، د وزلوبې، نېزه وهنې او محلي لوبو فدراسيون د رئيس او مسوولينو، د لوبډلو رئيسانو او چاپندازانو په شتون کې ترسره شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۳۱
Background image

کابل؛ د سامبو کورش دوه افغان لوبڅاران به د اسیا المپيکي سياليو کې د لوبڅارۍ په موخه جاپان ته ولاړ شي

د سامبو کورش دوه ملي او نړيوال لوبڅاران، اسدالله تاجک او صديق الله نعمت به سبا ( چهارشنبه، د تلې لومړۍ) د ۲۰۲۶ اسيا المپيکي سياليو کې د سامبو کورش سياليو د لوبڅارۍ په موخه جاپان هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۸
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۷
Background image

د ووشو دوه افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې خپلو اندونیزیایي سیالانو ته ماته ورکړه

د جاپان اویچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي لوبو ووشو برخه کې محمد خالد هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه او حمید اشرفي په ۶۵ کیلو ګرامه وزنونو کې خپلې دویمې سیالۍ له اندونیزیایي سیالانو وګټلې او. . .

BACK TO NEWS