سویا، اتلتیکو مادرید ته 2-1 ماته ورکړه

ناپیژنده (not verified)
سویا، اتلتیکو مادرید ته 2-1 ماته ورکړه

یکشنبه ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۰

اتلتیکو مادرید نن شپه د سویا په کور کې 2-1 ماتې ومنله

د مایورکا او ریال ماډریډ په وړاندې د پرله پسې دوه ماتو وروسته، نن شپه اتلیټیکو ماډریډ د لالیګا په ۱۸ اونۍ کې د سویا میلمه وه او د ګټلو چانس یې درلود خو دا کار یې ونشو او د ۲-۱ پایلې سره ماتې ومنله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه په رامون سانچز پیس‌خوان لوبغالي کې پیل شوه او لومړۍ نیمايي یې د ۱-۱ وړاندې مساوي پای ته ورسېده.

کوربه لوبډلې د ګول کولو لپاره په دوهمه نیمایي کې یوازې اوه دقیقې وخت ونیو او د بارسلونا پخوانی ستوری ایوان راکیتیچ چې سویا ته تللی د اوږد واټن په زړه پورې شاټ سره ګول ترسره کړ او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

سمیر هیبت