ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې صفي الله ملنګ لوبډلې خپلې سیالې جلګې اتحاد لوبډلې ته د ۱۱۰ منډو هدف وټاکه خو جلګه اتحاد لوبډله د هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله او د ۱۹ منډو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ لوبه وبایلله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
