زابل کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د بنج پريس سبک سيالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۹:۵۵
زابل کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د بنج پريس سبک سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د پاورلفټينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۲۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينگ بنج پريس سبک ژمنۍ سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ په ياد ولايت کې د پاورلفټنگ "بنج پريس سبک" ته د ودې ورکولو په موخه وشوې، چې په پايله کې خوشحال فاروقي لومړی مقام خپل کړ.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو دوې ورځې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري غوره ورزشکارانو ته د بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۳۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د پنځو ښوونځیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د پنځو ښوونځیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ابو الفتح لېسې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۳۰
Background image

خوست کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند ۱۲۰۰ فامیلیو په شیخ زاید جمنازیوم کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مندوزیو بلال لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۲۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کنټاکټ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کنټاکټ سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د استاد. . .

BACK TO NEWS