د ګرجستان وزن پورته کوونکي پنځه پرلپسې د نړۍ د سرو زرو مډال وګاټه

ناپیژنده (not verified)
د ګرجستان وزن پورته کوونکي پنځه پرلپسې د نړۍ د سرو زرو مډال وګاټه

تمیم هیبت

شنبه ، لیندۍ٢٧مه ، ١٤٠٠

لاشا تالاخادزه په ازبکستان کې یې ریکارډ مات کړو

هغه په نړیوالو سیالیو کې د وزن پورته کولو په لومړي حرکت کې ۲۴۷ کیلو وزن پورته کړ.

په دوهم حرکت کې یې ۲۵۷ کیلو ګرامه پورته کړه او د سیالۍ په دریم او وروستي حرکت کې یې د ۲۶۷ کیلو ګرامه وزن شاته ودرېد چې لوڅارانو ورته دوه سور څراغونه ورکړل او یوازې ایراني لوبڅار سپین څراغ ورکړ.

او د ژوری هیت لخوا ده هغه حرکت، ومنل شو او لاشا تالاخادزه وتوانید چې په دوه کیلو وزن کې نړیوال ریکارډ مات کړي او نړیوال ریکارډ 4 کیلو ته لوړ کړي.

لاشا تالاخادزه په پرله پسې توګه د خپل پنځم نړیوال سرو زرو ګټلو وروسته وویل: "زه د هغه ملاتړو څخه ډیره مننه کوم چې زه به یی تشویق کولم .

دا یو ډیر ښه احساس دی چې خپل هیوادوالو خوشحاله کړم او زه ډیر خوښ یم او زه به په راتلونکي کې د لا زیاتو اتلولیو ګټلو لپاره ډیره هڅه وکړم او د خپل هیوادوال به خوشحاله کړم.