پکتيکا کې د‌ ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۵۶
پکتيکا کې د‌ ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ په گډه همکارۍ د مرکز اړوند ملک ورزشي لوبغالي کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په پيليزه لوبه کې افغان زلميانو لوبډلې خپلې سيالې ضياء الدين افغان لوبډلې ته د ۳ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

دا سيالۍ فوټسال لوبې ته د ودې ورکولو او د يادې سيمې ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه ترسره کېږي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۳۱
Background image

کابل؛ د سامبو کورش دوه افغان لوبڅاران به د اسیا المپيکي سياليو کې د لوبڅارۍ په موخه جاپان ته ولاړ شي

د سامبو کورش دوه ملي او نړيوال لوبڅاران، اسدالله تاجک او صديق الله نعمت به سبا ( چهارشنبه، د تلې لومړۍ) د ۲۰۲۶ اسيا المپيکي سياليو کې د سامبو کورش سياليو د لوبڅارۍ په موخه جاپان هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۸
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۷
Background image

د ووشو دوه افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې خپلو اندونیزیایي سیالانو ته ماته ورکړه

د جاپان اویچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي لوبو ووشو برخه کې محمد خالد هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه او حمید اشرفي په ۶۵ کیلو ګرامه وزنونو کې خپلې دویمې سیالۍ له اندونیزیایي سیالانو وګټلې او. . .

BACK TO NEWS