جوزجان؛ اقچه ولسوالۍ کې د ۴۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۵۱
جوزجان؛ اقچه ولسوالۍ کې د ۴۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اقچه ولسوالۍ کې د ۴۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايله کې د پنځو جوړو لوبې مساوي او ۱۵ کورشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ او لومړي مقامونه خپل کړل.

د يادو سياليو موخه سيمه ييزو او دوديزو لوبو ته وده ورکول او ورزشکارانو ته سالمه تفرېح برابرول و.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۷
Background image

ننګرهار کې د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار فوټبال لوبغالي کې له ننګرهار او لغمان ولایتونو د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

دا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۴۳
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ځغاستې سیالي وشوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې يوه ورځينۍ سيالي وشوه.

دا سیالي،. . .

BACK TO NEWS