جوزجان؛ خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پیل شوې وې د ستاره جوزجان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې ستاره جوزجان لوبډلې خپلې سیالې قزل اياق لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او د غوره استعدادونو موندل و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
