.هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۲۵
.هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ناوې ولسوالۍ اړوند خلچ سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ گروپي سيالۍ پيل شوې.

د‌ دغو سياليو لومړۍ لوبه د مرکزي اتحاد او ستورو پنجاودو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه مرکزي اتحاد لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې ستورو پنجاودو لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۱۵ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۵ منډو په توپير وبايلله.

دا سيالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅول په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۷
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۹۴ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې له اوو ولایتونو د ۹۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو هاپکیدو سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS