هلمند کې د شاوخوا ۳ ميليونو افغانيو په لگښت د فوټسال لوبغالی پرانيستل شو
د هلمند ولايت په مرکز لښکرگاه ښار اړوند دويمه حوزه کې د اسدالله بارک او بسم الله دوستي په گډ مالي لگښت د شاوخوا ۳ ميليونو افغانيو په ارزښت د فوټسال سياليو لپاره يو معياري مصنوعي لوبغالی د ځانگړو مراسمو په ترڅنگ رسماً پرانيستل شو.
د ياد لوبغالي د پرانيستلو په وياړ څلور اړخيزې سيالۍ هم ترسره شوې، چې د دغو سياليو په پايلوبه کې کندهار لوبډلې خپلې سيالې گرشک لوبډلې ته د ۴ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادونې وړ ده، چې په روان ۱۴۰۴ لمريز کال کې دا څلور ورزشي لوبغالی دی، چې گټې اخيستنې ته سپارل کېږي.
