د دریم ځل لپاره د نصرت حق پرست او جان مکدیسي ترمنځ لوبه لغوه شوه
تمیم هیبت
جمعه، لیندۍ۲۶مه ، ١٤٠٠
د افغانستان فری فایتر تکړه لوبغاړی نصرت حق پرست سیالۍ له جان مکدیسي سره لغوه شوه!
د دغې سیالۍ د لغوه کېدو لامل د جان مکدیسی د پښې ټپي کېدل بلل شوي دي.
دا دریم ځل دی چې د نصرت حق پرست او جان مکدیسی ترمنځ سیالي لغوه کیږي.
د یو اف سی ( UFC ) سازمان هڅه کوي چې د فبروري په 19 شپه (63 ورځې وروسته) یو بل سیال نصرت حق پرست ته وپیژني.
