بلخ کې د غرختنې ۹ کسیزه لوبډله د الکه غرونو لوړې څوکې ته وختله
د غرختنې ۹ کسیزه لوبډله د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د نهرشاهي ولسوالۍ څخه د ۱۳۰۰ متري واټن په طی کولو سره د الکه غرونو لوړې څوکې ته وختله.
د يادې غرختنې موخه د غرختوونکو بدني وړتياوو لوړول وو او يوه ورځ يې دوام وکړ.
