فاریاب کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د یاران سرخي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۵:۱۹
فاریاب کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د یاران سرخي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د فارياب ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندخوي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د سرخي ياران لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دا سيالۍ په امتيازي ډول ترسره شوې، چې په پايله کې سرخي ياران لوبډلې د ډېرو امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، ځوانانو لوبډلې دويم او سادات لوبډلې بيا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه په فارياب ولايت کې د ورزشکارانو ترمنځ د فوټسال لوبې وده وه، چې په پای کې لوبډلو او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ٤٠ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۴۸
Background image

بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې د وحدت دوستۍ جام په نوم د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قادس ولسوالۍ کې د وحدت دوستۍ جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اریانا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۴۵
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز، امام صاحب او قلعه زال ولسوالیو د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ وشوې، چې يوه. . .

BACK TO NEWS