خوست؛ ميکائيل ځدراڼ لوبډلې د ځدراڼ ټېپ بال کرېکټ ليگ سياليو اتلولي وگټله
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په لوا شاته سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ځدراڼ ټېپ بال کرېکټ ليگ سيالۍ د ميکائيل ځدراڼ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د ميکائيل ځدراڼ او ځدراڼ کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه ميکائيل ځدراڼ لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې يې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۸۶ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې ځدراڼ کلب لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۵۶ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۹ منډو په توپير وبايلله.
د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا يوه مياشت دوام وکړ.
