کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په بشکپې سيمه کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې ۲۵ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
