بلخ؛ مرکز مزارشريف ښار کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دوديزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز مزارشريف ښار په حاجي مقيم بای وزلوبې لوبغالي کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
په دغه سيالۍ کې دوه اخرالاقه ترسره شول، چې لومړی اخرالاق د مصطفی پهلوان له لوري او دویم اخرالاق د نصرت پهلوان له لوري خوسی يې تر حلالې دایرې ورسوه او برياوې يې خپلې کړې.
