په کندز کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په مرکز دورې لاندې ورزشي لوبغالي کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ چې موخه يې د ورزشکارانو د ظرفيت لوړول وو، يوه ورځ يې دوام وکړ او په پايله کې ۲۵ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
