زارغ سره د مبارزې لپاره د آمریکا د غېږنونې د نابغه غوښتنه

سه شنبه، لېندۍ ۲۳، ۱۴۰۰
ګوبل ډان سټیوسن، د امریکا د درنو وزنونو د آزادې غیږ نیونې سیالۍ 21 کلن ځوان، د جاپان په توکیو المپیک کې د لومړي ځل لپاره طاها آکګل ترک او ګنوپتریاشویلي ګرج ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال وګاټه.
د “ورزش سه” له قوله ویل کېږي، نوموړی له المپیک وروسته په نړیوالو سیالیو کې نه ؤ، او د WWE آمریکايي سازمان سره تر تړون وروسته يې له غېږنيونې سره مخه ښه وکړه.
په ناروې کې د غیږ نیونې د نړیوالو سیالیو په څنډه کې چې د ایران د درنو وزنونو د غیږ نیونې د استازي امیر او د سرو زرو د مډال ګټونکونکي حسین زارع په شتون کې د ایران او امریکا د غیږ نیونې د فدراسیون رئیسانو د امریګا په ټګزاس ايالت کې د دې دواړو لوبډلو د دوستانه سیالۍ په ترسره کولو موافقه وکړه.
خو دغه امریکايي غېږ نیونکي یو ساعت وړاندې له ایران سره په دوستانه لوبه کې له امریکايي لوبډلې سره د یوځای کېدو عجیبه غوښتنه وکړه.
نوموړي د خپل ځان او امیر حسین زارع د عکس په ایښودلو سره د دې لوبې له سپانسر څخه د ۵۰ زره ډالرو غوښتنه وکړه چې د ایران او امریکا په لوبه کې د زارع پر وړاندې لوبه وکړي.
نعيم پرهېز