بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د دولت آباد ولسوالۍ په زاديانو کلي کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سيالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۳ جوړو لوبې مساوي او ۳۲ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
د یادو سیالیو موخه د کورش سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ او په پای کې غوره پهلوانانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
