غزني کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ بای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۱۶
غزني کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ بای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ په همغږي او د کرنې او وترنري انسټیټوت له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې شامیر صاحب لېسې د ٤ پر ٣ ګولونو په توپیر خپلې سیالې سنايي لېسې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د غوره لوبغاړو موندلو او ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ٤٥ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې او غوره ورزشکارانو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د شورتپه ولسوالۍ په چوپاش کلي کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۲۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د کلدار ولسوالۍ په آريق آياق کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۲۱
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د چاهي ولسوالۍ په ارنجي کلي کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله. . .

BACK TO NEWS