«اوس خپلې دندې ته له وېرې پرته ادامه ورکوم!»

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۳ - ۶:۴

 

مرکه کووونکی: تمیم هیب

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې پخواني ګول ساتونکي لوبغاړي حمیدالله یوسفزي سره مو مرکه کړې، هغه سره د نوموړي د ژوند، سپورټي فعالیتونو او افغانستان د اوسني سپورټي بهیر په اړه غږېدلي یو، مرکه تر پایه ولولئ د نوموړي له ژوند او سپورټي فعالیتونو دلته خبر شئ.

په پیل کې ځان راوپېژنئ څومره زدګړې مو کړي او له کومې لوبې سره مينه لرئ!؟

بسم الله الرحمن الرحیم زما نوم حمید الله یوسفزی د پلار نوم مې غلام محی الدین یوسفزی په ١٣٦١ کال کې د کندز ولایت د خان آباد ولسوالۍ په چهار توت کلي کې زیږیدلی یم. مکتب مې په کندز کې خلاص کړی دی، په ۱۳۷۵ کال کې پاکستان ته مهاجر شوی یم او هلته مې بېلابېلو برخو کې کورسونه ويلي، سپورټ سره ډېره مينه لرم، هغه که هره ډول سپوټ وي، خو په ډېره کچه له فوټبال سره مینه لرم، فوټبال مې د ژوند یوه برخه ده او شاخوا دیرش کاله کېږي چې زه د فوټبال لوبه کوم. زه د الماني ټيم د روزونکي کلاوس په وخت کې ملي لوبډلې ته راوغوښتل شوم، ۱۲ کاله مې په ملي لوبډله کې تېر کړل، له ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۱۷ کال پورې په ملي لوبډله کې وم، په دې اوږدو کې مې په ۲۰۰۵ کال کې په کراچۍ، په ۲۰۰۹ کې په چیتاګونت کې، په ۲۰۱۱ کې په ډهلي کې او په ۲۰۱۳ کې مې په کاتماندو کې د سیف ګيم په سیالیو کې ګدون وګړ، چې یو ځل مې اتلولي او دوهم ځل مې دوهم ځای خپل کړ. په ۲۰۰۶، ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو کې د اسیا چلینج کپ سیالیو کې هم د ملي لوبډلې سره یوځای وم، په ۱۳۸۷ کال کې مې له کابل بانک لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ او د ګول ساتنې له دورې وروسته مې په ۱۳۹۵ کال کې د همدې لوبډلې د ګول ساتنې د روزونکي په توګه کار پیل کړ. د دې تر څنګ مې د شاهين اسمايي لوبدلې کې درې ځله د اتلولۍ او دوهم مقام ترلاسه کړی دی.

په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو کې مې د شاهين اسمايي لوبډلې سره د مرستیال روزونکي په توګه یوځل د اتل او یوځل دوهم مقام ګتلی دی. له دې وروسته مې په فوټبال فدراسیون کې په بېلابېلو برخو کې کورسونه ویلي او د D ، C، او D لیسنسونه مې اخيستي، د آسیا کندفدراسیون او د ګول ساتنې په برخه کې مې د لېول ون لېسنس اخيستی چې د ۱۳۹۴ راهيسې مې په بریالیتوب سره بېلابېل روزنیز کورسونه په اکاډميګ ډول بشپيړ کړي دي او اوس مهال د ګول ساتنې د لومړۍ درجې لیسنس او همدارنګه د آسیا فوټبال کنفدراسیون څخه د B درجې د روزونکي لیسنس لرم او اوس مهال د فوټبال فدراسیون کې د ګول ساتونکي د کمېټې د مسول په توګه دنده کوم.

د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته مو په ژوند کې کوم بدلون راغلی؟

د اسلامي امارت په راتګ سره زما په ژوند کې کوم خاص بدلون نه دی راغلی، سهار وختي راځو خپل تمرین کوو او وروسته بیا په فدراسیون کې خپله دنده پر مخ بیایم او ماښام خپل کور ته راځم کوم خاص بدلون مې په ژوند کې نه دی راغلی، هیله مې ده چې تر دې لا ښه پر مخ ولاړ شم او د سپورټ په برخه کې نور مثبت بدلونه راشي ترڅو خپل هيواد ته زیاتې لاسته راوړنې ولرم.

وړاندې تر دې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست څه آسانتیاوې درته برابرې کړې وې؟

وړاندې تر دې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست کې مو ډېرې ستونزې درلودې او د سفر په برخه کې د عصریه په بدل کې، د سفر خرڅ په برخه کې او همدارنګه د ټکټونو په برخه کې پر وخت امکانات نه برابرېدل، چې لوبغاړو په خپل وخت بل هیواد ته سفر کړی وای او هلته يې خپل تمرین پیل کړی وای.

د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست څخه مو غوښتنه څه ده؟

د بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست څخه مو غوښتنه دا ده چې له هر څه مخکې باید موږ ورزشکارانو ته خپل حق راکړي ترڅو خپل ګران هیواد ټولې نړۍ ته د یو افتخار لرونکي هیواد په ډول ور وپېژنو ځکه موږ ټول عمر ورزش کړی، موږ نه پيلوټان يو، نه انجنیران د سپورټ لوبغاړي یو باید موږ ته خپل حق راکړل شي، هغه که معاش وي یا سفر خرڅ تر څو په آرامو اعصابو سره وکولی خپل سپورټ ته دوام ورکړو، هسې نه چې کله یو لوبغاړی کور ته لاړ شي هلته، اوړه، غوړي او بوره نه وي چې ماشومان يې وخوري طبعاً دا ډېره بده اغېزه لري، چې نه روزونکی خپلو زده کوونکو ته ښه درس ورکولی شي او نه خپله په آرام تمرین کولی شي، د یو ورزشکار او روزونکي په صفت مې غوښتنه دا ده چې زموږ حق الزحمه چې هر څومره ده باید په خپل وخت راکړل شي، ترڅو خپل ورځنی تمرین په آرامو اعصابو وکړو.

اوس چې امنیت ښه شوی او په آرامه فضا کې سپورټ کوئ څومره هيله مند یاست چې ورزش به پرمختګ وکړي؟

زه ډېر خوښ یم چې په ګران هیواد کې مو امن راغلی دی، آرام ویده کېږو او راحت خپلو دندو ته ځو، پرته له کومې وېرې او ډار څخه چې دا ډېر خوشالونکی حالت دی، بیا مې هم هيله دا ده چې په دې نوي نظام د ا.ا.ا کې د لوبغاړو لپاره سپورټ لا ډېره زمینه برابره شي، هغه که د سفر په برخه کې وي یا هم د تمرین د دوی د ژوند لپاره هم باید اسانتیاوې برابرې شي ترڅو دوی ښه تمرین وکړي او د هیواد لپاره ویاړ راوړي او په ټوله نړۍ کې د افغانستان نوم اوچت کړي.

ستاسو ورزش کی د رژیم له بدلون ورسته کوم بدلون راغلی دی؟

زه ډېر خوشاله یم چې سهار وختي، ماښام، مازدیګر، دشپې او هر وخت مو چې زړه وغواړي راځو خپل تمرین کوو پرته له کومه ډار د المپیک د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست او د فوټبال فدراسیون دروازې زموږ پر مخ خلاصې دي فقط پکار ده چې د ورزشکار لاس ونیول شي تر څو د ګران هيواد لپاره لاسته راوړنې راوړي.

د اسلامي امارت له مشرانو مو غوښتنه څه ده؟ هغه لوبغاړي چې له هیواد څخه بهر ملکونو ته تللي، هغوی ته مو پیغام څه دی؟

له هغو ځوانانو چې بل هیواد ته تللي دي یا بل هيواد کې مهاجر دي، غواړم بېرته هيواد ته راوګرځي، خپل وطن خپل وي، دلته دې تمرین وکړي، خپل هيواد ته دې د پخوا په څېر افتخارات راوړي، ان شاءالله چې نور قدر يې هم زیاتېږي، له شک پرته په اوسني نظام کې د هر افتخار جشن په خپل هیواد کې له خپلې کورنۍ، خور، مور، ورور او هیواد والو په منځ کې ښه خوند کوي.

سپورټ په ځانګړې ډول فوټبال ته چا وهڅولئ چې فوټبال وکړئ؟

سپورټ ته خصوصاً فوټبال ته ملګرو وهڅولم داسې نور کوم خاص کسان نه شته چې زه يې تاسو ته نوم واخلم، د دې تر څنګ چې ملګرو وهڅولم، ما هم زیاته مینه له فوټبال سره درلوده همدا تر ټولو لوی لامل و چې تر دې ځایه راورسېدم.

فوټبال کې مو روزونکي کوم کسان و؟

‌په ۲۰۰۴ کال کې چې زه کله ملي ټيم ته انتخاب شوم، آلمانی مربي کلوس سټوک مې پنځه کاله مربي و، له هغه وروسته د فوټبال فدراسیون اوسنی مشر یوسف کارګر زما مربي و.

هغه ځوانان چې په نشو روږدي دي هغوی ته مو پیغام څه دی؟

هغه ځوانان چې په نشه يي توکو اخته دي، پیغام مې ورته دا دی چې خپل ځان دې نه خرابوي، را دې شي د سپورټ خوند دې وګوري چې سپورټ کې څومره خوند دی، هغه پیسې چې په نشه يي توکو مصرفوي، په هغو دې د ځان لپاره د سپورټ جامې او نرژي واخلي او سپورټ دې وکړي، بیا به پوه شي چې اصلي خوند په سپورټ کې دی، ځکه ورزش یو شوق دی خپله ورزش یوه سالمه نشه ده، هر لوبه بېل خوند لري، باوري يم که سپورټ ته راشي هېڅکله به نشه ونه کړي.

په ملي او نړیواله کچه مو د خوښې لوبغاړی څوک دی؟ او د نړۍ له غوره لوبډلو څخه مو د خوښې لوبډله کومه ده؟

په ملي سطحه ټولو لوبغاړو ته احترام لرم او خوښېږي مې، خو په ځانګړې ډول زما د خوښې لوبغاړی حشمت الله بارکزی دی چې د ده په شان فارورډ ډېر کم دي، د خوښې لوبډله مې د فوټبال په غوره لیګ کې د شاهین اسمايي لوبډله ده او په نړیواله کچه مې په فوټبال کې د ارسنال لوبډله خوښېږي، او په لوبغاړو کې مې د نړۍ مشهور ګول ساتونکی جي جي بوفون زیات خوښېږي چې نوموړی زما لپاره الګو هم وه.

په پای کې نورو لوبغاړو ته څه پیغام لرئ؟

پیغام مې ورزشکارانو ته دا دی چې په منظم ډول دې خپل خپل ورزش وکړي، سیاست دې نه کوي، افغانستان لپاره دې ویاړ راوړي ان شاءالله هرڅه به د خدای په توکل سره ښه کېږي او په پای کې ټولو ورزشکارانو ته بریالیتوب غواړم.