بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیمهییزې سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شورتپه ولسوالۍ کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۵ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او لومړي مقامونه خپل کړل.
دا سیالۍ د کورش دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
