افغان تکواندو کار د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو کې د سپينو زرو مډال وګاټه

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۲۱:۳۵
افغان تکواندو کار د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو کې د سپينو زرو مډال وګاټه

د اسلامي هېوادونو د پيوستون ۶پړاو سياليو کې افغان تکواندو کار محسن رضایي په منفي ۶۰ کيلوګرامه وزن کې پرلپسې ازبکستاني،عربستاني او ازربايجاني سيالانو ته ماته ورکړه او د سپينو زرو مډال ګټونکی شو.

محسن رضايي به څو ساعته وروسته له ايراني سيال سره د سرو زرو مډال پر سر د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.

د دغو سياليو په تکواندو برخه کې د افغانستان په استازولۍ پنځه ورزشکاران او درې پلاوي ګډون لري.

د اسلامي هېوادونو د پيوستون ۶م پړاو سيالۍ د سعودي عربستان په کوربه‌توب په پلازمېنه رياض ښار کې د ۵۷ اسلامي هېوادونو په ګډون په ۲۳ ورزشي رشتو کې د روانې ميلادي مياشتې پر ۷مه پيل شوي او ۲۱مې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۳۱
Background image

کابل؛ د سامبو کورش دوه افغان لوبڅاران به د اسیا المپيکي سياليو کې د لوبڅارۍ په موخه جاپان ته ولاړ شي

د سامبو کورش دوه ملي او نړيوال لوبڅاران، اسدالله تاجک او صديق الله نعمت به سبا ( چهارشنبه، د تلې لومړۍ) د ۲۰۲۶ اسيا المپيکي سياليو کې د سامبو کورش سياليو د لوبڅارۍ په موخه جاپان هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۸
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۷
Background image

د ووشو دوه افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې خپلو اندونیزیایي سیالانو ته ماته ورکړه

د جاپان اویچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي لوبو ووشو برخه کې محمد خالد هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه او حمید اشرفي په ۶۵ کیلو ګرامه وزنونو کې خپلې دویمې سیالۍ له اندونیزیایي سیالانو وګټلې او. . .

BACK TO NEWS