کاپیسا؛ تګاب ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۷
کاپیسا؛ تګاب ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تګاب ولسوالۍ کې له ۲۰ کلونو د کم عمره ځوانانو نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د شاهین مرکزی ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې شاهین مرکزي ب لوبډلې د ۲ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې کابل بانک لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ فوټبال ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۱۲
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۱۱
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د چاهي ولسوالۍ په دالي کلي کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۹
Background image

بلخ؛ بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د بلخ ولسوالۍ په وزيرآباد کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS