سرپل کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوندد وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز سرپل ښار کې له مرکز او ولسوالیو څخه د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو لومړی آخلاق نجیب الله پهلوان او وروستی آخرلاق صلاح الدین پهلوان د حلال تر دایرې ورسول او د ډالیو ګټونکي شول.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
