دپارا المپیک د نړیوالې کمیټې مشر یو ځل بیا په دغه پوست کې ټاکنې وګټلې
تمیم هیبت
یکشنبه ، لیندۍ ٢١ مه ، ١٤٠٠
اندرو پارسونز د نړیوالې پارالمپیک کمیټې (IPC) په شلمی عمومي ناستی کې چی په انلاین ډول ترسره شوی په دی پست کې پاتې شو
ښاغلي اندرو پارسونز د ۹۸ سلنه رایو په ګټلو سره ټاکنې وګټلې او د نړۍ د تر ټولو لوی پارالمپیک ادارې د ریس په توګه به خپل دندی ته دوام وکړي.
د یادولو وړ ده چې ښاغلی اندرو پارسونز د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر له ۸ نیټې راهیسې د پارالمپیک د نړیوالې کمیټې مشري په غاړه لري.