دایکندي؛ خدیر ولسوالۍکې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د اتلتیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې علي یاوری د زیاتو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی او علی صفدري بیا دویم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي او ځغاستې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
