نورستان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ اته اوریزه سیالۍ پيل شوې
د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز پارون په پشکي کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې وایګل لوبډلې په ټاکلو اته اورونو کې ۱۲۰ منډې جوړې کړې په مقابل کې کامدېش لوبډلې یاد هدف پوره نه او لوبه د وایګل لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
