بایرن 3-0 بارسا: باسلونا لوبډله له 21 کلونو وروسته اروپا لیګ ته لار پیدا کړه
بارسلونا د بایرن مونیخ څخه د ماتې منلو وروسته او د ډینامو کییف په وړاندې د بینفیکا بریا ته په پام بارسلونا د چمپینز لیګ بل پړاو ته يې لار پيدا نکړه او د اروپا لیګ ته يې سقوط وکړ.
د بارسلونا پر وړاندې په دې بریا سره بایرن مونیخ وکولای شول چې د مخکښې لوبډلې په توګه د چمپینز لیګ بل پړاو ته لاره پیدا کړي او په دې ماتې سره بارسلونا له سیالیو بهر شوه او اروپا لیګ ته ولاړه.
د یادولو وړ ده چې په دې لوبه کې د بایرن لوبډلې وکولای شول د هسپانیا استازي ته ۳-۰ ماتې ورکړي او د خپل ګروپ څخه د لومړۍ لوبډلې په توګه بل پړاو ته لاره پیدا کړي.
له بلې خوا، د چمپینز لیګ په بله لوبه کې، زینت او چیلسي د یو بل په وړاندې لوبه ترسره کړه.
دا لوبه د 3-3 مساوي پای ته ورسیده چلسي لوبډله د چمپینز لیګ په H ګروپ کې د لومړي ځای په ساتلو کې پاتې راغله او یووینټوس د یاد ګروپ لومړی لوبډلې په توګه بل پړاو ته لاړ.