دایکندي؛ مرکز نیلي ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز نیلي ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې برګ برګر لوبډلې خپلې سیالې طوفان مرکز لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.
