بايډن ژمنی المپیک سیالۍ تحریموي

ناپیژنده (not verified)
بايډن ژمنی المپیک سیالۍ تحریموي

سه شنبه، لېندۍ ۱۶مه، ۱۴۰۰

ویل کېږي چې د امریکا دولت د ۲۰۲۲ کال د المپیک پیجينګ ژمنۍ سیالۍ تحریم کړي.

د اسپوتنیک خبري آژانس د رپوټونو له مخې ویل کېږي چې د جوبایډن دولت به د ۲۰۲۲ کال د ژمني المپیک په رارسېدو لنډو ورځو کې د دې لوبو د تحریم اعلان وکړي.

د راپورونو له مخې دغه بندیزونه د چین لخوا د بشر حقونو د سرغړونو په اعتراض کې لګول شوي او په نړیوالو لوبو کې یوازې د متحده ایالاتو حکومتي چارواکو د ګډون مخه نیسي.

هغه لوبغاړي چې د امریکا له بیرغ سره په دې لوبو کې ګډون کوي په دې بنديزونو کې نه راځي.