لغمان کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د موی تای سیالۍ ترسره شوې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د موی تای فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار کې له لغمان، کابل، بامیان او پکتیا ولایتونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سیالۍ د لغمان ولایت په اتلولي پای ته ورسېدې.
دا سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې لغمان لومړی، کابل دویم او بامیان بیا درېیم مقام خپل کړ.
یادې سیالۍ د هېواد د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
