افغان واليبال ملي لوبډله د مرکزي اسيا واليبال سياليو کې له دويم مقام ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۲۲:۵۹
افغان واليبال ملي لوبډله د مرکزي اسيا واليبال سياليو کې له دويم مقام ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه

د افغانستان واليبال ملي لوبډله د مرکزي اسيا واليبال سياليو کې د دويم مقام ګټلو وروسته نن هېواد ته راستنه شوه، چې د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ، ورزشي مسوولينو، د واليبال ملي فدراسيون مسوولينو او هېوادوالو له لوري يې تود هرکلی وشو.

د دې لوبډلې د ښه راغلاست په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق، د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د دې ادارې او والیبال فدراسیون بېلابېلو مسؤلینو، د واليبال ملي فدراسيون رئیس سيد عبدالرحيم سادات، د کام ایر هوايي شرکت حقوقي مشاور څارنمل محمد عثمان فاروق او يو شمېر هېوادوالو ګډون کړی وو.

د دې لوبډلې د ښه راغلاست په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست عمومي رئيس ښاغلي مولوي احمد الله وثيق، د مرکزي اسيا واليبال سياليو کې د واليبال ملي لوبډلې په دويم مقام ترلاسه کولو خوښې وښوده او د دغه ستر وياړ مبارکي يې ټولو ورزشکارانو او هېوادوالو ته وويله.

دغه راز نوموړي زياته کړه، چې واليبال ملي لوبډلې دغه ستره بريا د هېواد ورزش ادارې د کلک ملاتړ، د واليبال فدراسيون، روزونکو او لوبغاړو د نه ستړې کېدونکو هڅو او کوښښونو په پايله کې ترلاسه کړې او ډاډ يې ورکړ، چې موږ به تل د خپلو لوبغاړو کلک ملاتړ ته دوام ورکوو او دوی ته به اسانتياوې برابرو.

د والیبال ملي فدراسیون رئیس سید رحیم سادات هم دغه بریا ستره لاسته راوړنه یاده کړه او په دې بریا کې یې د ورزش ادارې، د فدراسیون د کادري غړیو او روزونکو رول مهم وباله.

واليبال ملي لوبډلې په دې سياليو کې ټولې ۶ لوبې ترسره کړې، چې په درې برياو له ترکمنستان سره د دې سياليو پايلوبې ته ووتله، چې په پايلوبه کې يې له يوې په زړه پورې لوبې وروسته له خپلې سيالې لوبډلې څخه د ۲/۳ ميدانونو په توپير ماتې وخوړه او دويم مقام سره هېواد ته راستنه شوه.

د ويلو ده، چې د ۲۰۲۵ مرکزي اسيا واليبال سيالۍ د شپږ اسیايي هېوادونو افغانستان، بنګله دېش، سريلانکا، نیپال، مالديف او ترکمنستان ترمنځ د بنګله دېش په کوربتوب د روانې ميلادي مياشتې پر ۲۲مه نېټه پيل او د اکتوبر پر ۲۸مه د ترکمنستان واليبال ملي لوبډلې په لومړي مقام او د افغان واليبال ملي لوبډلې په دويم مقام ګټلو پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS