کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۴ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په ايسکي سيمه کې د ۵۴ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې ۲۷ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه د پهلوانانو ذهني او فکري وړتياوو لوړول وو، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
