تر ۱۷ کلنو کم عمره افغان فوټسال ملي لوبډله د اسیایي سیالیو د اتلولۍ په درشل کې!

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۵۴
تر ۱۷ کلنو کم عمره افغان فوټسال ملي لوبډله د اسیایي سیالیو د اتلولۍ په درشل کې!

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې د نویو ځوانانو درېیم پړاو اسیایي سیالیو کې، چې د بحرین هېواد په کوربتوب د اسیا د ۴۵ هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو رشتو کې د روانې اکتوبر میاشتې له ۲۲مې نېټې روانې دي او د همدې میاشتې تر ۳۱ مې نېټې به دوام وکړي، تر دې دمه د فوټسال سیالیو په ګروپي پړاو کې بهترینه لوبه نندارې ته وړاندې کړې ده، چې د نړیوالو او هېوادوالو پام یې ځانته اړولی دی.

د بحرین په کوربتوب د اسیایي سیالیو د فوټسال په برخه کې د افغانستان په ګډون اتو لوبډلو برخه اخیستې ده، چې افغان فوټسال ملي لوبډله د دې سیالیو په «A» ګروپ کې د کوربه بحرین، ازبکستان او چین سره په یو ګروپ کې ده.

دغه راز د دې سیالیو په «B» ګروپ کې بیا سعودي عربستان، تایلینډ، قرغیزستان او ایران هېوادونه شامل دي.

په دې سیالیو کې د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره فوټسال ۱۴ کسیزې ملي لوبډلې د مشر روزونکي بهروز جغفري تر روزنې لاندې ګډون کړی دی، چې تر دې دمه یې خپله وړتیا، ذکاوت، مهارت او زړورتیا نړۍ ته ښودلې ده.

د فوټسال ملي لوبډلې د دې سیالیو په ګروپي پړاو کې درې سیالۍ ترسره کړې او درې واړه یې په لوړ توپیر په خپله ګټه تمامې کړې دي.

افغان اتلانو په دې سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د روانې لړم میاشتې پر دویمه نېټه د ازبکستان له ۱۷ کلنو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه، چې وه یې کولی شول له یوې شاندارې او خوندورې لوبې وروسته خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۰ ـ ۲ ګولونو په ستر توپیر ماتې ورکړي او لومړۍ بریا خپله کړي.

افغان ځوانانو، ازبکستان ته له ماتې ورکولو وروسته د دې سیالۍ په سبا پرته له کومې دمې او ارامښت، د کوربه بحرین په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه، چې د کوربه بحرین پر وړاندې یې بهترینه لوبه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۷ ـ صفر ګولونو په توپیر ستره ماته ورکړه او په پوره لوړ مورال سره د ګروپي پړاو د خپلې وروستۍ لوبې په لور ولاړه.

له ۱۷ کلنو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې خپله درېیمه لوبه د روانې لړم میاشتې پر ۴مه نېټه د خپلې سیالې چین لوبډلې په وړاندې ترسره کړه، افغان لوبډلې په دې لوبه کې خپله وړتیا نندارې ته وړاندې کړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۴ ـ ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه او د دې سیالیو دویم پړاو ته پرته له کومې ماتې د ۲۱ ګولونو په وهلو او یوازې د درې ګولونو په خوړلو سره د «A» ګروپ د لومړي مقام ګټونکي لوبډلې په توګه ووتله.

د دې سیالیو د ګروپي پړاو په «A» ګروپ کې افغانستان لومړی مقام او ازبکستان دویم مقام ترلاسه کړ او دغه راز په «B» ګروپ کې بیا ایران لومړی او ټایلینډ دویم مقام وګاټه.

افغان اتلان به پایلوبې ته د لارموندنې په موخه د دې سیالیو په دویم پړاو کې نن (سه‌شنبه، د لړم ۶مه) د شپې ۰۸:۳۰ بجې د بحرین په منامه ښار کې د ټایلینډ لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

تمعه ده، چې افغان لوبډله به د ټایلینډ په وړاندې ښه وځلېږي، ځکه له دغو سیایلو وړاندې افغان اتلانو په یوه دوستانه لوبه کې دغې لوبډلې ته د ۲ ـ صفر ګولونو په توپیر ماته ورکړې وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۷:۲۳
Background image

کابل کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د هاکي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د هاکي ملي فدراسیون او په مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونونو کې د ورزش د ودې رياست له لوري د کابل ښار د څلورو کلبونو او پينځو ښوونځيو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۷:۲۰
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو ولایتونو ترمنځ د قوت الرمي د طلايي کمربند پنځم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د میدان وردګ ولایت په کوربه‌توب د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د اتو ولایتونو ترمنځ د قوت الرمي د طلايي کمربند پنځم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

دغو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۷:۱۸
Background image

د ورزش ادارې عمومي رئیس د بامیان ولایت د بایسکل ځغلونې له لوبغاړو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له درېیوو بایسکېل ځغلونکو سره ولیدل او د ورزشي توکو په ډالیو یې وستایل.

دغو درېیو تنو له. . .

BACK TO NEWS