زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ورزشکارانو ترمنځ د پانګریشن سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٣٦ ورزشکارانو ترمنځ د پانګریشن سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کي ترسره شوې، چې په پایله کې استاد عبدالمالک کلب ورزشکارانو لومړی مقام ترلاسه کړ.
دا سیالۍ د کلبونو د یوالی په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
