بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍکې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پايلوبه کې استقلال لوبډلې د ۳ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې طوقي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
یادې سیالۍ واليبال ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه تر سره شوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ .

