نیمروز؛ دلارام ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ وشوې
د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري او د افغان فیضي شرکت په مالي ملاتړ د یاد ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې افغان فیضي لوبډلې خپلې سیالې اتحاد جوانان لوبډلې ته د ۸/ ۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

