کابل کې د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ملي ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۹:۴۵
کابل کې د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ملي ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

دالمپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د سنوکر او بليارد ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۲۰ ولايتونو څخه د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ملي ټاکنيزې سيالۍ، چې د کابل ولايت د شهرنو په V.I.P او V.I.P پلس کلپونو کې پيل شوې وې، د ۴۰ ورزشکارانو په ټاکلو سره پای ته ورسېدې.

په دې سياليو کې ورزشکارانو په درېیو عمري کټکوريو نويو ځوانانو، ځوانانو او ماسټرانو کې د يو بل پر وړاندې سيالي ترسره کړې، چې په پايله کې يې د نويو ځوانانو له کټګورۍ ۱۴ تنه، د ځوانانو له کټګورۍ ۱۶ تنه او د ماسټرانو له کټګورۍ ۱۰ تنه، چې ټولټال ۴۰ تنه ورزشکاران کېږي، د سنوکر ملي لوبډلې ته وټاکل شول.

دغه راز په يادو سياليو کې د کابل ولايت ورزشکارانو، لومړی مقام، د هرات ولايت ورزشکارانو دويم او د بلخ او جوزجان ولايتونو ورزشکارانو په مشترک ډول درېيم مقام وګاټه.

د دې سياليو په پای مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د دعوت او ارشاد رياست رئيس مفتي داد محمد بريال عطايي، د پلان او ستراتيژۍ سلاکار او د سنوکر ملي فدراسيون فني او مسلکي مرستيال ګلاب الدين خپلواک، د دې فدراسيون رئيس وحيدالله اصغري، ورزشي مسوولينو، ورزشکارانو او يو شمير د سنوکر مينوالو ګډون کړی و.

د ويلو ده، چې دغه سيالۍ د سنوکر ملي فدراسيون ملي لوبډلې ته د غوره څېرو موندلو په موخه پيل شوې وې، چې شپږ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۰
Background image

لغمان کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د AWEC مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۷
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په پایله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۴
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS