د سوک وهنې پنځه کسیزه لوبډله بحرین ته لاړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۳۸
د سوک وهنې پنځه کسیزه لوبډله بحرین ته لاړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون درې ملي لوبغاړي او دوه روزونکي د نویو ځوانانو په آسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه بحرین ته لاړل.

د دغو ورزشکارانو د مخې په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د سوک وهنې ملي فدراسیون رئیس عبدالقدیر سلطاني، ورزشکارانو او روزونکو ګډون کړی و.

د مخه ښې په دغو مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال ښاغلي ځدراڼ، ورزشکاران د هېواد ریښتیني استازي وبلل او سپارښتنه یې وکړه چې هڅه دې وکړي، ترڅو په بهر کې د افغانستان ښه استازولي وکړي او نړۍ ته د افغانستان مثبت انځور وړاندې کړي. ښاغلي ځدراڼ په پای کې ورزشکارانو ته د خیر دعا وکړه.

تمه ده، چې نویو ځوانانو آسیايي سیالۍ به د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۲مه نېټه د بحرین په کوربتوب پیل شي، چې له ۴۵ هېوادونو به ۲۰۰۰ ورزشکاران پکې ګډون وکړي.

د یادونې وړ ده، چې له افغانستان څخه هم د اتو بېلابېلو ورزشي رشتو شاوخوا ۵۰ تنه په دغو سیالیو کې ګډون کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۳۱
Background image

کابل؛ د سامبو کورش دوه افغان لوبڅاران به د اسیا المپيکي سياليو کې د لوبڅارۍ په موخه جاپان ته ولاړ شي

د سامبو کورش دوه ملي او نړيوال لوبڅاران، اسدالله تاجک او صديق الله نعمت به سبا ( چهارشنبه، د تلې لومړۍ) د ۲۰۲۶ اسيا المپيکي سياليو کې د سامبو کورش سياليو د لوبڅارۍ په موخه جاپان هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۸
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۷
Background image

د ووشو دوه افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې خپلو اندونیزیایي سیالانو ته ماته ورکړه

د جاپان اویچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي لوبو ووشو برخه کې محمد خالد هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه او حمید اشرفي په ۶۵ کیلو ګرامه وزنونو کې خپلې دویمې سیالۍ له اندونیزیایي سیالانو وګټلې او. . .

BACK TO NEWS