کابل کې د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۲
کابل کې د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

دالمپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د سنوکر او بليارد ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۲۰ ولايتونو څخه د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ملي ټاکنيزې سيالۍ د کابل ولايت، د شهرنو په V.I.P او V.I.P پلس کلبونو کې پيل شوې.

په دې سياليو کې به ورزشکاران په درېیو عمري کټکوريو نويو ځوانانو، ځوانانو او ماسټرانو کې د يو بل پر وړاندې سيالي ترسره کړي، چې په پايله کې به يې د نويو ځوانانو له کټګورۍ ۱۴ تنه، د ځوانانو له کټګورۍ ۱۶ تنه او د ماسټرانو له کټګورۍ ۱۰ تنه، چې ټولټال ۴۰ تنه ورزشکاران کېږي، د سنوکر ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

دغه سيالۍ د هېواد د ورزش ادارې د پلان او ستراتيژۍ سلاکار او د سنوکر ملي فدراسيون فني او مسلکي مرستيال ګلاب الدين خپلواک، د دې فدراسيون رئيس وحيدالله اصغري، ورزشي مسوولينو، ورزشکارانو او يو شمير د سنوکر مينوالو په حضور کې پيل شوې.

د ويلو ده، چې دغه سيالۍ د سنوکر ملي لوبډلې فدراسيون ملي لوبډلې ته د غوره څېرو موندلو په موخه پيل شوې، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۹:۴۰
Background image

غزني؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۴۱
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۳۹
Background image

ميدان وردگ؛ بهسودو اولې حصې ولسوالۍ کې د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بهسودو اولې حصې ولسوالۍ کې د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د نويو. . .

BACK TO NEWS