پکتیکا؛ ګومل ولسوالۍ د ١٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګومل ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خیر مينځو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د زاول خېلو او خیر مینځو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه خير مینځو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو اوو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٢ منډو هدف وټاکه. زاول خېلو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اتو ویکټو په زیان ٨٧ منډې وکړې او د ١٤ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ.
