غور؛ تولک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۸:۵۷
غور؛ تولک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تولک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې عارفان دای لوبډلې خپلې سیالې حضرت بلال لوبډلې ته د ۶/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۵۸
Background image

خوست کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مهدي خېلو سيمه کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې شاوخوا يوه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۵۶
Background image

ننګرهار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جمناسټیک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې له بېلابېلو کلبونو ۹۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۵۵
Background image

بلخ کې د ٩٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په حیرتان ښارګوټي کې د ٩٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS